امنیت

په بغلان ولايت کې په يوه هوايي پيښه کې ٤ تنه ووژل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
دهوايي پوځ يو هليکوپټر نن سهار دبغلان ولايت دقرغان تپې دساحې دپاسه اور واخيست او راوغورځيد.
دملي دفاع وزارت دوياند مرستيال جنرال محمد رادمنش باختر آژانس ته خبر ورکړ : دافغان هوايي پوځ دوه مې – ٢٧ هليکوپټرونه نن سهار د ٤ بجو په شاوخوا کې په بغلان ولايت کې په قرغان تپې پوستې دبشپړولو لپاره موظف شوي و چې يوه يې دپوستې اکمالات ترسره کړل او بل يې دملاتړ لپاره دقرغان تپې له پاسه دتخنيکي عوارضو په نسبت اور واخيست او راوغورځيدپه دې پيښه کې دهليکوپټر دپيلوټ په ګډون دهوايي پوځ درې تنه سرتيري شهيدان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته