ټولنه

په بامیانوکې یو سړک بیا رغاول کېږي

بامیان باختردوږي ۱۹
په بامیانو ولایت کې پرون د ۴۴ کیلومترو په اوږدولي د یوه سړک د پخولو او بيا رغونې کار پیل شو .
د بامیانو د فواید عامې ریاست سرپرست غلام نبې قمبري باختر آژانس ته وویل چې د ۴۴ کیلومترو په اوږدوالي او د پنځه نیمو مترو په سور نمبر-۲ سړک د فواید عامې وزارت له بودجې څخه د څه نا څه شپږو میلیونو افغانیوپه لګښت له یکاولنګ ولسوالۍ څخه د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ تر کاشان پله پورې ترمیم او پخیږي.
ده زیاته کړه: د دغه سړک کار به په دریو میاشتوکې بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
ختم/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته