خبرونهټولنه

د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې زلزله ځپلو ته څه باندې۹۰۰ کورونه جوړ او وسپارل شول

کابل، د مرغومې ۲۰مه، باختر

د پکتیکا ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولین وايي چې په ګیان ولسوالي کې ۹۳۴ زلزله ځپلو کورنیو ته کورونه جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شول.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس مولوي مطیع الله منصور وویل، د کډوالو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ مو په ګیان ولسوالۍ کې ۹۳۴ زلزله ځپلو ته کورونه جوړ شول چې دوه د هستوګنې خونې، یو پخلنځۍ او دهلېز لري.

مولوي منصور زیاته کړه، چې په ټولو کورونو  ۳۹ میلیونه ۱۲۸ زره ۸۵۰ افغانۍ لګښت راغلی چې د یاد سازمان له لوري ورکړل شوې دي.

د یادونې ده، د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست  د مؤسساتو په مالي ملاتړ او له خپلو امکاناتو په استفادې د پکتیکا د مرکز په ګډون په اکثرو ولسوالیو کې د بیارغونې په کارونو سربېره د ګڼ شمېر بې وزلو او اړمنو سره د اړينو توکو مرسته کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته