خبرونهاقتصاد

په بامیانو کې دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

کابل، د لړم ۱۰ مه، باختر

د بامیانو سیمه ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د اسلامیک ریلیف موسسې رییس کرام الدین برفکي د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د دغه ولایت په مرکز کې دوه پروژې د(UNDP) سازمان په مالي ملاتړ د ۱۳.۵ میلیونو افغانیو په لګښت او د اسلامیک ریلیف موسسې په تخنیکي همکارۍ بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

په دغو پروژو کې د (فولادي) سیمې یو کانال د ۸۵۰ مترو په اوږدوالي او د (دروازه شهیدان) په سیمه کې د ۷۵۰ مترو یو کانال او د اوبو یوې زېرمې بیارغولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د یادونې وړ ده چې د یادو پروژو کې سلګونو کسانو ته د کارزمینه برابره شوې وه، چې بشپړېدو سره یې سلګونه جریبه ځمکې ته د خړوب اوبه برابرې شوې.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا