کابل باختر دليندي اته ويشتمه
دشمشاددپوليسو په ٢٠٢زون کې دنجونو دباسکتبال سيالۍ داستاد رباني دښوونې او روزنې پوهنتون دټيم په اتلولي سره پاى ته ورسيدې .
دافغانستان دورزشکارانو دملي اتحاديې دلوى رييس ضيا دشتي دمعلوماتو له مخې، دغه سيالۍ دوه ورځې مخکې دشمشاد دپوليسو په ٢٠٢ زون کې دنجونو د څلورو ټيمونو ترمنځ پيل شوې وې چې نن پاى ته ورسيدې .
او ددغو سياليو په وروستۍ لوبه کې نن سهار داستادرباني دښوونې او روزنې پوهنتون او دشمشاد د ٢٠٢ زون ټيمونو لوبه وکړه چې په نتيجه کې يې داستاد رباني دښوونې او روزنې پوهنتون ټيم دشپاړسو په مقابل کې په شپږ ويشتو سره دشمشاد د ٢٠٢ زون پرټيم بريالى شو او لومړى مقام يې وګآته .
دغه راز دشمشاد د٢٠٢ زون او داريانا ټيمونو په ترتيب سره دويم اودريم مقامونه وګټل
دغه سيالۍ دافغانستان دورزشکارانو دملي اتحاديې له خوا دشمشاد د ٢٠٢ زون دقوماندانۍ په همکارۍ په دغه زون کې پيل شوې وې .
3 1 دقیقه لوستل