
کابل، د چنګاښ ۱۸ مه، باختر
د بامیانو په عیدګاه جومات کې نن ورځ د اختر لمونځ د بامیانو د والي، امنیې قومندان او د دولتي بنسټونو رییسانو او یو شمېر خبریالانو په ګډون ادا شو.
له لمانځه څخه وړاندې د عالقیدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د اختر مبارکۍ پیغام د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي سیف الرحمن محمدي له خوا ولوستل شو.
له لمانځه څخه وروسته پر لمونځ کوونکو د عالقیدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث والتفسیر مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د اختر مبارکۍ پیغام ووېشل شو.
د یادونې وړ ده چې د اختر لمونځ په یاد ولایت کې د امنیت په فضا کې ادا شو.
ع