خبرونهاقتصاد

په بامیانو کې د تېر کال په پرتله د الوګانو حاصلات زیات شوي دي

 کابل، د تلې ۶ مه، باختر

بامیان چې د هېواد په کچه د غوره الوګانو په لرلو شهرت لري، په دغه ولایت کې سږ کال د الوګانو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي دي.

د دغه ولايت يو تن بزګر محمد علي چې د بودا تاريخي مجسمو ته یې څېرمه الوګان کرلي، د باختر آژانس خبریال ته یې وویل چې سږ کال د الوګانو حاصلات ښه دي او له دې لارې به د ژوند ضرورتونه پوره کړي.

محمد علي له حکومت څخه وغوښتل، چې پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشي او کرنيزو محصولاتو ته یې ښه بازار موندنه برابره  کړي.

د باميانو سيمه یيزو چارواکو هم باختر آژانس سره په خبرو کې وويل، چې سږ کال په دغه ولايت کې الوګانو او نورو کرنيزو محصولاتو د تېر کال په پرتله ښه حاصلات کړي او دوی ورته د بازار موندنې په برخه کې هلې ځلې کوي.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د اصلاح شويو تخمونو کموالی، د سړو خونو نشتون او کرنیزو محصولاتو ته بازار نه موندنه د کرکېلې او بزګرانو پر وړاندې لویې ستونزې ګڼل کېږي او افغان بزګرانو يې له حکومت او مرستندويه بنسټونو څخه په وار وار د حل غوښتنه کړې ده.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا