Uncategorized

د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په دغه ولايت کې د آى خانم لرغوني ښار وکوت

کابل/ د وږي٢٠مه / باختر
د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس نن د دغه ولايت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د آى خانم لرغونى ښار وکوت.
انصارالله انصاري د زور واکو له لوري د دغه ښار د لرغونو اثارو د لوټېدو په اړه انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل؛ چې له دې وروسته به هيچا ته اجازه ورنه کړل شي چې دا ښار لوټ او په خپل سر کېدنې وکړي.
انصاري د اسلامي امارت له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د آى خانم لرغوني ښار ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
د تخار د دشت قلعه ولسوال وويل چې د دغه ښار ټول لرغوني اثار او نښې د سيمه ييزو قوماندانانو او زور واکو له خوا لوت کړاى شوي دي.
هغه د هېواد د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له چارواکو وغوښتل چې د تخار د دغه لرغوني او تاريخي ښارګوټي بيا رغونې ته پاملرنه وکړي.
ويل کېږي د آى خانم لرغونى ښار په تخار کې د هېواد په شمال کې د آمو او کوکچې سيند په اوږدو کې موقعيت لري او دغه افسانوي ښار٢٢٠م کال مخکې د لوى اسکندر له خوا جوړ شوى و.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته