امنیت

په پلخمري کې د يوځوان وژل .

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٨
وسله والو طالبانو يو ځوان په پلخمري ښارکې په ډزو سره وواژه.
يو امنيتي مقام چې دنوم له اخستلو څخه يې ډډه وکړه باختر آژانس ته وويل: وسله والو طالبانو يوه ٢٥ کلن ځوان چې په نا نوايي کې يې د دوه سوه ډوډۍ دپخولو فرمايش ورکړ په ډزو سره شهيد کړ.
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي وژل شوى ځوان ناصر نوميده او دبالا دولى اوسيدونکى و او د کندز ولايت بې ځايه شويو کورنيو ته يې د ډوډۍ دپخولو فرمايش ورکړى و خو دقضيې اصلى علت نه دى روښانه شوى.
ويل کيږي دغه ځوان د طالبانو تر تعقيب لاندې و، وروسته له هغه چې په نانوايي کې يې د ډوډۍ دپخولو فرمايش ورکړ غوښتل يې خپل موټر ته لاړ شي چې دموټر سايکل سپرو طالبانو له خوا پرې بريد وشو او ووژل شو.
داپه داسې حال کې ده چې دهيواد په بيلابيلو ولايتونوکې په لسګونو تنه ځوانان د کندز بې ځايه شويو خلکو ته دمرستو د راټولولو کمپاين پيل کړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته