(PS)خبرونه(PS)فرهنګ

په بامیانو کې د قرانکریم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کابل، د وري ۲۷مه، باختر
د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرانکریم درې ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د دغه نندارتون پرانیستلو پرمهال د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي سیف الرحمن محمدي وويل، چې دغه نندارتون یې د قرانکریم لوستنې دود زیاتولو په موخه جوړ کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه نندارتون کې ۱۰۰ ټوکه قرانکریم نندارې ته اېښودل شوی دی.
ورته مهال یو شمېر ګډونوال د دغه ډول نندارتونو جوړول اړین بولي او دې ته ورته نندارتونونو د جوړولو غوښتنه کوي.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د قرانکریم نندارتونونه پرانیستل شوي وو.
لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا