کابل /دچنګاښ ٣مه / باختر :
په پنجشير کې نن دښاري برېښنا دتمديدولو دلومړني پروژې کار پيل شو .
دغه پروژه دکاسا-١٠٠٠برېښنا په چوکاټ کې دکليو دبيا جوړولواوپراختيا وزارت دولسي تړون دملي پروګرام له خوا دپنجشير ولايت په عنابې ولسوالۍ کې عملي کېږي .
دپنجشير ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس ضيا الدين اميري وويل چې دکليو دبيا جوړولواوپراختيا وزارت په دې پروژه کې دوه ميليونه څلور سوه نهه اتيا زره افغانۍ لګوي .
هغه وويل چې ددغې پروژې په بشپړېدو سره په پنجشير کې دوه سوه درې څلويښت کورنى به له برېښنا څخه ګټه واخلي .
ددغې پروژې دبنسټ ډبره دپنجشير دوالي انجنير کمال الدين نظامي، ددولتي ادارو درييسانو او دقومي مشرانو له خوا ددغه ولايت په عنابې ولسوالۍ کې کېښودل شوه .
ختم _ ج _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل