امنیت

په غور کې د وروستيو اوروښتونوله امله مالي او ځاني زيانونه واوښت.

کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠
دغور سيمه ييز مسوولين د وروستيو واورو د اوريښتونو له امله ددغه ولايت دپنځو تنو اوسيدونکو دوژل کيدو خبر ورکوي.
دغور ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رييس حميد الله دادفر دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د غور ولايت په بيلابيلو سيمو کې د وروستيو واورو داوريښتونو او دهوا دسړښت له امله ددغه ولايت پنځه تنه اوسيدونکي شهيدان شول.
ده زياته کړه ددغه واورې په اوروښتونو کې دغه راز د استوګنې پنځوس کورونه هم ويجاړ او په سلګونو څاروي له منځه تللي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته