امنیت

په سرپل کې د ماشومانو د مړينې کچه ټيټه شوې ده

کابل/ باختر/ د چنګاښ ٢٢مه
په سرپل کې د ماشومانو او ميندو د مړينې کچه ټيټه شوې ده .
د سرپل د عامې روغتيا په رياست کې مسوولين وايي چې د زيږون په وخت کې د ميندو او ماشومانو د مړينې کچه ٢٤ سلنه ټيټه شوې ده.
د سرپل د عامې روغتيا رييس نور احمد اسحاقزى وايي: د قابلو زياتوالى له اميد وارو ښځو څخه دايمي مراقبتونه، روغتيايي خدمتونه ته د خلکو د لاسرسي زياتوالى او په روغتيايي مرکزونوکې د زيږونونو په ګټو ښځو ته پوهاوي ورکول د دغه کمښت اساسي علتونه دي .
قابلې هم د ميندو او ماشومانو د مړينې د کچې په ټيټوالي کې خپل رول ارزښتناک بولي او له ټولو کورنيو څخه غواړي چې ښځې د زيږون په وخت کې ډېر نږدې روغتيايي مرکز ته ولېږدوي .
څه موده مخکې هم د سرپل د عامې روغتيا رياست مسوولينو د دغه ولايت په لرې پرتو سيمو کې د اوو روغتيايي کلينيکونو د جوړولو خبرورکړى و.
ختم-عطاالله-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته