امنیت

په باميانوکې د وريښمو نهمه جشنواره پيل شوه

باميان باختر دوږي دمياشتې ١٥  نيټه  :
په باميانو ولايت کې پرون د وريښمو نهمه  جشنواره  پيل شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د دغې جشنوارې د پرانستلو په غونډه کې د باميانو والي محمدطاهر زهير، د وريښمو د لارې واټ له تاريخي پلوه اقتصادي او ګټور وباله او ژمنه يې وکړه  چې له متخصصانو او علمي کدرونو سره په مشوره او همغږۍ کې وکولاى شي په راتلوونکو کلونوکې به د وريـښمو واټ اقتصادي اړخ هم په جشنواره کې شامل کړي او د متخصصانو او کارپوهانو په شتون د دغه سيمينار په ترسره کولو سره په دې برخه کې د باميانو ظرفيت وڅيړي.
د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست سرپرست سيد احمدحسين احمدپور په دې غونډه کې د وريښمو د جشنوارې د ترسره کولو موخه د باميانو  د فرهنګي، تمدني، لرغوني او د ګرځندوى صنعت د ودې معرفي کول وبلل او د باميانو له سيمه ييزحکومت او له ټولو ادارو او همکارو موسسوڅخه يې قدرداني وکړه.
د جشنوارې په لومړۍ ورځ کې، د پرانستلو پروګرام ترڅنګ د دغه ولايت په مرکزکې د عکس نندارتون او د لاسي صنايعو د نندارتون پروګرامونه ترسره شول او د ورزشي او د سندرو ويلو پروګرام هم ترسره شو.
دغه جشن د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په مرسته او د افغان پيوستون موسسې په همکارۍ پيل شوى دى.
پاى ع ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته