ټولنه

په سمنګانو کې دکانکور آزموينه واخيستل شوه

ايبک باختر دغويي دمياشتې ١٥مه :
دهېواد په پوهنتونونو او دلوړو زده کړو په موسسو کې دشموليت په موخه دسمنګانو ولايت دمرکز او داړوندو ولسواليو دليسو څه دپاسه دوو زرو تنو  فارغانو څخه پرون په دغه ولايت کې دکانکور آزموينه واخيستل شوه.
دسمنګانو ولايت دلوړه کړو دموسسې رئيس محمدنظري ووي ، دسمنګانو ولايت دمرکز او اړوندو ولسواليو له  ليسو څخه دوه زره پنځوسوتنو فارغانو دکانکور ازموينه ورکړه .
ده زياته کړه دغه آزموينه دسمنګانو ولايت دلوړو زده کړو دموسسې په انګړ کې  په امن فضا کې له مرکز څخه داستول شوي هيئت ، دلوړو زده کړو دموسسې  او دن تنظيم دامنيتي  بنسټونو له مسوولينو سره په همغږۍ کې واخيستل شوه.
ده زياته کړه همدا اوس  دسمنګانودلوړو زده کړو په موسسه کې دښوونې او روزنې ، کرنې او دقتصاد  دپوهنځيو په څوارلسو څانګو کې دوه زره درې  سوه پنځه شپيته تنه محصلان په زده کړې بوخت دي  .
نظري وويل ؛ دغه تحصيلي بنسټ به خپل نوي نوى  تحصيلي  کال دزرو تنو نويو محصلانو دجذب ظرفيت لري.
دلوړو زده کړو وزارت له خوا داستول شوي هيئت غړي فضل الربي وويل ؛ ټول  داوطلبان  دبايومتريک سيستم له تيرولو وروسته دکانکور په آزموينه کې شامل شول  چې په دې پروګرام کې دتقلب مخه ونيول شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته