امنیت

دداعش ډلې دوه مهم غړي په لغمان کې ونيول شول .

-کابل /دلړم ٢٧مه / باختر :
دداعش ډلې دوه مهم غړي  له يوې اندازې وسلو سره  په لغمان کې ونيول شول
دغه داعشيان تېره شپه  دکابل _ جلال اباد لويې لارې ته څېرمه  دقرغيو ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  هغه وخت ونيول شول چې غوښتل يې په لسګونو  سپکې او درندې وسلې ولېږدوي .
دهېواد په ختيځ کې دسېلاب قول اردو درسنيو دفتر باختراژانس ته  ديوې خبرپاڼې په  لېږلو سره ليکلي دي  ، چې دداعش ډلې دغه دوه مهم غړي  دپوليسو  په ځانګړوعملياتو کې ونيول شول .
هغه وويل:  له دغو داعشيانو څخه  په لسګونو سپکې او درندې وسلې هم  ترلاسه شوي دي .
دهېواد په ختيځ کې پوځي مقاماتو دداعش ډلې ددغو دوو  نيول شويو غړو هويت  نه دى افشا کړى خو ويې ويل  چې هغوى ددغې تروريستي ډلې له مهمو غړو څخه دى . داپه داسې حال کې ده چې دلغمان دقرغيو ولسوالۍ  ځينې سيمې  همدا اوس  دډار اچونې ضد عملياتو ډګر دى .
دلغمان سيمه ييز مسوولين وايي چې تېره شپه  ددغو عملياتوپه بهير کې دسيمې دوه تنه اوسيدونکي  له داعش ډلې سره دهمکارۍ په تور نيولي دي
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته