خبرونهټولنه

په بامیانو کې د ګاز نیونې له امله دوه تنه مړه شوي دي

کابل، د مرغومې ۲۸ مه، باختر

د بامیانو د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په کان کې ۲ تنه د ګاز نیونې له امله مړه شوي دي.

د بامیانو د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خواني رسا باختر آژانس ته وویل، چې دغه کسان پرون د ډبرو سکرو د استخراجولو پرمهال ګاز نیولي وو.

نوموړی زیاتوي، چې د بامیانو امنیې قومندان مولوي صدیق الله شاهین مسافر د یادې پېښې په خبرېدو سره له خپل پرسونل سره یادې ولسوالۍ ته لاړ او له زیاتو هلو ځلو وروسته یې د دغو کسانو جسدونه له کان څخه را وایستل.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا