ټولنه

په بلخ کې په نږدې ٧٠٠٠ کورنيو خوراکي توکي وويشل شول

کابل /د لړم ٢٢مه /باختر
د بلخ ولايت له پېښو سره د مبارزې رياست په ٦٩٩٠مصيبت ځپلو کورنيوچې د طبيعي پېښو له امله زيانمن شوي دي ، خوراکي توکي وويشل.
د بلخ له طبيعي پېښو سره د مبارزې رييس مولوي عبداللطيف حقاني د باختراژانس خبريال ته وويل: دغه رياست هلې ځلې کوي چې په اړو کورنيو د ملي او نړيوالو مرستندويو بنسټونو په همکارۍ خوراکي توکي وويشي اوتراوسه پورې د شولګرې ،چمتال ، دولت اباد اود چاربولک په ولسواليوکې په ٦٩٩٠اړوکورنيو خوراکي توکي ويشلې دي.
په همدې حال کې د بلخ د دولت اباد ولسوالۍ اوسيدونکى احمد شاه له مرستندويو موسسو وغوښتل چې دهېواد له بېوزلو اوبېځايه شويوخلکوسره مرسته وکړي.
دغه راز د بلخ ولايت له پېښو سره د مبارزې رييس د ملي او نړيوالو مرستندويو موسسو څخه مننه وکړه اوله هغوى يې وغوښتل چې له اړو کسانوسره دې خپلې مرستې ګړندى کړي.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته