کابل باختر دوږي دمياشتې ١٩ نيټه :
د هېواد په بېلابېلوبرخوکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٢٩ تنه تروريست طالبان ووژل شول .
ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتو کې د هېواد په بېلابېلو سيموکې د ډار اچوونکو د ځپلو په موخه ګډ عمليات پيل کړل چې له امله يې د طالبانو د دريو تنو قوماندانانو په ګډون ٢٩ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ١٥ تنه نوريې ټپيان شول.
دغه عمليات د ننګرهار، کندز، نورستان، کاپيسا، پکتيا، لوګر، روزګان، بادغيس، بلخ، فارياب او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول.
دغه راز د ملي دفاع وزارت وايي: په تيرو ٢٤ ساعتوکې يې د هېواد په لسو ولايتونوکې ١٣ پلان شوي چاڼيزعمليات او ١٧ خاص عمليات ترسره کړي او هوايي ځواکونه هم ٩٤ هوايي الوتنې د ملي اردو په ملاتړ ترسره کړي دي.
په دغو عملياتوکې د دښمن په ځالو درانده ګوزارونه شوي دي.
پاى شکريه ذ