امنیت

په غزني کې د طالبانو د ډلې دڅلورو تنو قوماندانانو په ګډون د يوولسو تنو وسله والوطالبانو وژل کيدل

کابل باختر د وږي نهه ويشتمه :
په غزني ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې د وسله والوطالبانو د ډلې د څلورو تنو قوماندانانو په ګډون، يوولس تنه وسله والوطالبان ووژل شول.
په دغوعملياتوکې چې له دوو ورځو راپديخوا د اندړو،ګيرو او دقره باغ دولسواليو په ځينو سيموکې پيل شوي دي؛ د دغې ډلې څلور تنه نور جګړه مارانو ټپيان شوي او په لسګونو جنګي وسايل يې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دغو عملياتوکې چې په سلګونو افغان پوځيان ګډون لري؛ د وسله والوطالبانو څو پټنځايونه هم دړې وړې  شوي دي.
په غزني ولايت کې د اردو د ځواکونو ويندوى نظيف الله سلطاني باخترآژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په بهيرکې ددغې ډلې د څلورو تنو قوماندانانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور يې ټپيان شوي دي.  دسلطاني دڅرګندونوله مخې: په دغو عملياتوکې افغان ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ده تاييد کړه چې په دغو عملياتوکې دطالبانو څو پټنځاى دړې وړې شوي دي او په لسګونو جنګي وسايل يې دپوځيانو لاس ته ورغلي دي .
ددغو عملياتو دترسره کولو هدف د وسله والو طالبانو په ګډون د تروريستي ډلو له شتون څخه د اندړو ، قره باغ او دګيرو د ولسواليو پاکول بلل شوى دى .
د اردو دځواکونو ويندوى وايي چې دغه عمليات به دغزني په دغو سيموکې دتروريستي ډلو دشتون او فعاليت ترپاى ته رسولو پورې هماغه شان دوام ولري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته