خبرونهټولنه

په بامیانو کې د ۲۰ ټولګټو پروژو د جوړولو او بیا رغولو چارې پیل شوې

کابل، د تلې ۲۰ مه، باختر

د بامیانو د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې پرون د ۲۰ ټولګټو پروژو د جوړولو او بیا رغولو چارې پیل شوې.

د بامیانو د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس ملا ضیا‌الله خادم باختر آژانس ته وویل چې په دغو پروژو کې د لسګونو کانالونو او پلګوټو جوړول او بیا رغول شامل دي، چې د ملي او نړیوالو موسسو په همکارۍ پلې کېږي.

د یو بل خبر له مخې؛ د خوړو او کرنې نړیوال سازمان د کندز پر زرګونو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او د کیمیاوي سرې د وېشلو بهیر پیل کړ، چې پر هر بزګر یې ۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوي غنم، ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سره او ۵۰ کیلو ګرامه DAP ډوله سره وېشل کېږي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا