سیاست

دهرات دملي امنيت او پوليسو له خوا دمارشال فهيم درناوى وشو.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٣
دهرات ولايت دملي امنيت رييس او کارکوونکو دهيواد دمارشال دياد او خاطرو درناوى وکړ.
دهغو مراسمو په بهير کې چې له همدې امله دهرات ولايت دملي امنيت درياست دقرارګاه په جومات کې ددغې ادارې دمسولينو ،کارکوونکو او سرتيرو په ګډون جوړه شوې وه د قرآن عظيم الشان ختم وشو .
او دافغانستان داسلامي جمهوريت دارواښاد دمرستيال مارشال محمد قسيم فهيم روح ته دعا وشوه.
په همدې ترتيب دهرات دملي امنيت رييس هم په خپلو لنډو خبرو کې دسياست او ملي پيوستون په لاره کې دمارشال داخلاقو سجاياو او صفتونو په باب خبرې وکړې او ددغه جهادى شخصيت ناڅاپي مرينه يې يوه ضايعه وبلله.
دغه راز دملي امنيت رييس ،کارکوونکى او سرتيرو دخپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب دهيواد جمهور رييس ،دکابينې غړو او دافغانستان ملت ته څرګند کړې.
دغه راز له دې سره جوخت د ارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم دفاتحې داخستلو مراسم نن دالمهدي جبراييل په ښارګوټي کې دامنيه قوماندان او زرګونو تنو خلکو په ګډون پرځاى شول .
په دغو مراسمو کې دهرات امنيه قوماندان پاسوال سميع الله قطره د مقاومت او سياست ددغه ستر ميړنۍ دياد او خاطرو درناوى وکړ.
دهرات امنيه قوماندان دخلکو دخواخوږۍ او غمشير يکې د څرګندولو له امله قدرداني وکړه.
ديوبل خبرله مخې : دقطارونو دساتنې دپوليسو څه ناڅه زرو تنو منسوبينو نن دمارشال محمد قسيم فهيم دمړينې له امله دقران عظيم الشان ختم وکړ.
په دغو مراسمو کې سمونوال عبدالرحيم خلکوته دمارشال فهيم دخدمتونو يادونه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته