
کابل، د وري ۱۹مه، باختر
د بامیانو د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د ۲۸ ټیمونو ترمنځ د فوټسال رمضان جام سیالۍ پیل شوې.
د دغه سیالیو د پيل په مراسمو کې د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي، د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون رییس محمد عظیم سعادت، د فوټسال کمېټې مسوول محمد نادر حسني او ګن شمېر لوبغاړو ګډون کړی و.
په یادو مراسمو کې د دغه ولایت د فوټبال فدراسیون رییس محمد عظیم سعادت وویل، چې په دغو سیالیو کې ۲۸ ټيمونو ګډون کړی، چې دوه ټيمونو په کې د دایکنډي ولایت او پاتې نور د بامیانو د مرکز او ولسوالیو اړوند دي.
سعادت د یادو سیالیو موخه د روژې مبارکې میاشتې احترام، د فوټبال لوبو ته وده ورکول، سپورټ ته د ځوانانو هڅول او په دې برخه کې د لوبغاړو استعدادونه معلومول یاد کړل.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه لوبې به ۱۸ ورځې دوام وکړي.
د سعادت په وینا، د بامیانو د فوټبال فدراسیون هوډ لري، چې د فوټبال او فوټسال په ټولو برخو کې د لوبغاړو د ملاتړ لپاره د دولتي او خصوصي بنسټونو او سکتورونو پام راجلب کړي، چې په همدې موخه یې د باران روغتیایي علومو انیسټیټیوټ، رسالت نور او ډاکټر علي روغتیايي مرکز سره تړونونه کړي، چې له مخې به یې د یاد جام لوبغاړي په تخفیف سره ورمعرفي کړي.
لمر