کابل باختردوري درې ويشتمه :
دفوټبال ښوونکو ته دپوهې دکچې دلوړولو تر عنوان لاندې نن په هرات کې يو روزنيز سيمينار جوړ شو .
دهرات دفوټبال تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه روزنيز سيمينار دافغانستان دفوټبال فدراسيون دمدير قادر رووفي په همکاري دپنځو ورځو لپاره جوړ شوي دي .
ده زياته کړه چې په دې سيمينار کې دهرات ولايت داړوندو ولسواليو دفوټبال اته څلويښت تنه ښوونکي زده کړې کوي .
نوروزي ددغه سيمينار دجوړولو موخه دفوټبال دورزش دښوونکو دپوهې دکچې لوړول وبلل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ