خبرونهاقتصاد

په بامیانو کې سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو ته اوبه برابرېږي

 کابل، د زمري ۲۱ مه، باختر

په بامیانو کې د یو کانال په جوړېدو او د ویلې په پاکولو سره سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو ته اوبه برابرېږي.

د بامیانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ملا ګلاب الدین ذبیح الله باختر آژانس ته وویل چې د یادې پروژې د جوړېو مالي لګښت چې څه د پاسه ۳ میلیونه افغانۍ راځي اسلامیک ریلیف موسسه یې ورکوي، چې د یادې ویالې او کانل په جوړېدو سره د بامیانو سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو ته اوبه برابرېږي او په یاده برخه کې د بزګرانو ستونزې حل کېږي.

بزګرانو د یادې پروژې په پلي کېدو خوښي څرګنده کړه، چې په دې سره به یې په کارونو کې پرمختګ راشي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا