ورزش

د بلخ ټيم د کابل ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختر دتلې اتمه 
د نجونو د فوټبال د غوره ليګ سياليو پرون په کابل کې په يوې لوبې سره دوام وکړ.
دنجونو د فوټبال د کميټې مسوولې زهرې نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پراوکې د کابل او بلخ د ټميونوترمنځ لوبه د يوې په وړاندې په دريو سره د بلخ ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم د نجونو د فوټبال د غوره ليګ د سياليو وروستي پړاو ته لاره وموندله .
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: ټاکل شوې ده د دغوسياليو وروستي پړاو لوبه د جمعې ورځې په سهار د کابل او بلخ د ټيمونو ترمنځ د کابل د ګول پروژې په لوبغالي کې ترسره شي .
د نجونو د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ له دوو اوونيو را په دې خوا له مرکز څخه د څلورو ټميونو او د باميانو، هرات او د بلخ د ولايتونو د ټيمونو ترمنځ په کابل کې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته