ښوونه او روزنه

په لوګر کې څلورو ښوونځيو ته دودانيو دجوړولو کار بشپړ شو

٤٠-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

  دلوګر ولايت دخوشي او څرخ په ولسواليو کې د څلورو ښوونځيو  ته دنويو ودانيو دجوړولو کار  پاى ته ورسيد .

  دلوګر ولايت دپوهنې رييس عبدالمتين  جعفر دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، دغه ودانۍ دپوهنې وزارت دظرفيت دلوړولو دپروګرام له لارې د لسو مليونو افغانيو په لګښت جوړي شوي دي .

 دخبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددغو ودانيو دجوړولو دکار په بشپړيدو سره دريو زرو تنو زده کوونکو ته دزده کړې مناسبه زمينه برابره شوې ده .

دعبدالمتين  دڅرګندونو له مخې،  په روان کال کې دلوګر ولايت په مرکز او ولسواليو کې نهه ويشتو ښوونځيو ته نوى ودانۍ جوړې شوي دي .

   ددغو ودانيو دپرانستلو په مراسمو کې دلوګر ولايت مرستيال شجاع الدين شجاع ، دخوشي ولسوال  بسم الله خوشي وال ، دولايتي شورا رييس ډاکتر عبدالولي احمدزي او دخوشي او څرخ دولسواليو  دشوراګانو غړو ګډون کړي و .

 دلوګر ولايت دپوهنې درييس  دڅرګندونو له مخې همدا اوس د لوګر ولايت په کچه يو زرو څلويښت  زره نجونې او هلکان په دوه سوه دوه ويشتو ښوونځيو کې په زده کړه بوخت دي چې څلويښت زره يې نجونې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته