هرات باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
د کورنيو چارو وزارت جګپوړى هيئت د هرات ولايت د امنيتي حالت د څيړنې په مقصد دغه ولايت ته ورسيد.
دغه هيئت چې د کورنيو چارو وزارت مسلکي او ماهر افسران پکې شامل دي، د ولايت د مقام د غوښتنې له مخې د وروستيو غلاوو د عواملو د څيړنې په مقصد هرات ته سفر کړى دى.
د هرات والي محمدآصف رحيمي له هيئت سره په کتنه کې د جرم او جنايت له عواملو سره د جدي چلند غوښتنه وکړه.
رحيمي په هرات کې جنايي پيښې د پوښتنې وړ وبللې او د ټولو چلنجونو او ستونزو د لرې کولو غوښتنه يې وکړه.
د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونوسره د مبارزې او د استخباراتو رئيسان د هيئت په ترکيب کې دي .
د يوبل خبرله مخې :
د کورنيو چارو وزارت لوړ رتبه هيئت په هرات کې د انصار زون له قوماندان سره وکتل.
د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رئيس وويل چې ټولې موضوعګانې څيړي او له نږدې د هرات د پوليسو له مسوولينو او منسوبينو سره کمزوري او پياوړي ټکي څيړي او د خلکو د آرامۍ په خاطر د هېواد له جګپوړو مقاماتو سره په سلامشوره کې لازم تصميمونه نيسي.
0 1 دقیقه لوستل