
کابل، د وږي ١٨مه، باختر
د بامیانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې په دغه ولایت کې داخلي بې ځایه شوې ١٠٠ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې دي.
د دغه ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس مولوي فضل عمر آخندزاده باختر آژانس ته وویل، چې په دغه ولایت کې د (یو.ان.اچ.سي.آر) موسسې په مالي ملاتړ داخلي بې ځایه شویو ١٠٠ کورنیو ته لمریزه برېښنا برابره شوې ده.
آخندزاده زیاته کړه، چې دغو کورنیو ته د لمریزې برېښنا اړوند توکي هم د یادې موسسې له لوري ووېشل شول.