کابل باختر د چنګاښ دمياشتې ١٦ :
د هرات ولايت د فرسي ولسوالۍ امنيه قوماندان نن له څلورو تنو ساتونکو سره يې شهيد شو.
د لويديځ زون د پوليسو ويندوى عبدالروف احمدي د باخترآژانس خبريال ته وويل : د هرات ولايت د فرسي ولسوالۍ امنيه قوماندان شير احمد خان کله چې د هرات له ښار څخه د فرسي ولسوالۍ ته روان و، دلارې په اوږدو کې دقالين بافانو په سيمه کې د وسله والو طالبانو له کمين سره مخامخ شو .
د احمدي د څرګندونوله مخې : دوسله والو طالبانو له خوا د راکټي بريد له امله دفرسي ولسوالۍ امنيه قوماندان شيراحمد خان له څلورو تنو ساتوونکو سره يې شهيد شو.
1 د یوې دقیقې څخه لږ