خبرونهټولنهروغتیا

په بامیانو کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

کابل، د لېندۍ ۲۹مه، باختر

د بامیانو سیمه ییز مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ورس ولسوالۍ کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو لپاره ۲۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د دغه ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې رئیس د دغه ولایت ورس ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو لپاره يو ۲۰ بستريز روغتون پرانيست.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت په راتګ سره نه یوازې دا چې د نشه یي توکو پر کرکیلې بندیز لګېدلی بلکې؛ په بېلابېلو ولایتونو کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو درملنه هم پیل شوې ده.

لمر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا