
بامیان ۳ جوزا باختر
د بامیانو د مرکز د څلومه ناحیې په ۲۳ ګذر کې د یو میلیون او ۱۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۳ پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.
د یادو پروژو د پیل مراسمو کې د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي د نړیوال بانګ له مرستو مننه وکړه او له نورو مرستندویه بنسټونه یې هم وغوښتل، چې د دغه ولایت په ټولو سیمو کې دې ته ورته پراختیايي پروژې پلې کړي.
ورته مهال د یادو پروژو پلې کوونکې UNOPS موسسې مسوول انجنیر محمد طاووس وفا وویل، چې دغه پروژې د یو میلیون او ۱۰۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت پلې کېږي، چې په کې د فرعي سړکونو ، د سړک غاړو ویالو ، استنادي دېوالونو، د کانالونو جوړول او پر سړکونو جغل اچولو چارې شاملې دي.
وفا زیاته کړه، چې په دغو پروژو کې ۱۰۰۰ ماهرو او غیرمهارو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
لمر