امنیت

لس طالبان په غور کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي ۱۸مه / باختر
د غور په چارسدې ولسوالۍ کې تېره شپه د پوځیانو په هوايي برید کې ١٠ وسله وال طالبان ووژل شول.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غور سيمه یيز خبرځايونه وايي چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د چارسدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دوى پر سنګرونو د هوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول او يوشمېر نور یې طالبان ټپيان شول.
د پېښې له سيمې څخه عيني شاهدانو له باختر آژانس سره په ټليفوني اړيکه کې وويل چې د طالبانو ١۴ مړي په سيمه کې پاتې وو.
دا په داسې حال کې ده چې له درېو ورځو راپدېخوا د غور د شهرک ولسوالۍ طالبانو نيولې ده او د غور په تيورې او تولک ولسواليو کې د افغان ځواکونو او وسله والوطالبانو ترمنځ جګړې دوام لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته