خبرونهټولنه

په بامیانو کې څه د پاسه ۴ زرو اړمنو کورنیو مرسته ترلاسه کړه

کابل، د لړم ۷مه، باختر

د بامیانو د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې پر ۴ زره او ۳۰۰ اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل شول.

د باميانو د کار او ټولنيزو چارو رييس قاري زين الله مسرور نن د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د دغه ولايت  په مرکز کې پر ۴۳۰۰ بې وزله کورنيو خوراکي توکي ووېشل، چې هرې کورنۍ ته ٢٥ کيلو ګرامه وريجې، ٢٥ کيلو اوړه، ٦،٢٥ کيلو دال او ٤،٥ کيلو ګرامه خوراکي توکي ووېشل شول.

د یو بل خبر له مخې؛ د غور د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مطبوعاتي مسوول محمد عیسی اقبال وایي، چې په دغه ولایت کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) له لوري د ۴۶ هغو ماشومانو سره چې مخکې ایران ته په قاچاق تللي وو مرسته وشوه، چې په کې۱۶ ماشومانو لپاره د کور کرایې په ګډون ۳۱ زره افغانۍ او ۳۰ نورو ماشومانو ته ۲۴ زره افغانۍ ورکړل شوې.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا