اقتصاد

تبصره

کابل باختر دوږي شپږ ويشتمه :
دنه پيدا کيدونکو الوتونکو دښکار او سوداګرۍ  دمخنيوي په مقصد دجدي اقداماتو په باب دوزيرانو شورا ټينګار کيداي شي دژوندانه دچاپيريال ساتنې او دوحشي ژويو دساتنې او دډول ډول الوتونکو دنسل دله منځه تللو دمخنيوي  په لاره کې يوګام وي .
دباختراژانس مبصر ليکي .  په افغانستان کې دنه پيداکيدونکو الوتونکو ښکار او سوداګرۍ  دډول ډول الوتونکو دنسل له منځه تلل جدي کړي دي اوکه چيرې دغې مسئلې  ته جدي پاملرنه ونه شي داکار به په راتلوونکي  کې له افسوس پرته بله ګټه ونه لري .
په افغانستان کې دالوتونکو سوداګرۍ  اوښکار له هغه وروسته جدي بڼه  غوره کړه چې دبازانو په ګډون چې له هغو څخه ديو ډول خاص کب په ښکار کې کار اخستل کيږي عربي هيوادونو ته په غير قانوني ډول  کم پيداکيدونکو الوتونکو سوداګرۍ زياته شوه او ديو شمير استفاده غوښتوونکو عربي اشخاصو او موسسو پښه افغانستان ته راوکښل  شوه اوبيا هم پاکستان لکه څنګه چې په افغانستان کې په نورو ورانکارو قضيو او پيښو  کې لاس لري دژوندانه دچاپيريال په ويجاړولو او په غير قانوني ډول له افغانستان څخه دعربي  هيوادونو په لور دالوتونکو په سوداګرۍ کې محورى رول ولوباوه .
که چيرې په افغانستان کې دوحشي ژويو او دالوتونکو دژوندانه  ستونزې ته وکتل شي دغې ستونزې دطالبانو دواکمنۍ په دوران کې زيات زور واخيست ځکه په افغانستان کې دتروريستوعربواو پنجابيانو  شتون هغوى په افغانستان کې د کم پيداکيدونکو وحشي ژويو او دالوتونکو ژوندانه  ته متوجه کړل او په همدغو  کلونوکې و چې  په افغانستان کې  په لسګونو  عقابان او بازان ددغو ډلو په لومه کې ولويدل او دپاکستان له لارې دفارس دخليج حوزو ته قاچاق شول .
ځينې  عربان او پاکستانيان ديو شمير حريصو او ټيټ صفته افغانانو په شتون کې په افغانستان کې په داسې  ظالمانه ډول دډول ډول بازانو  او دکم پيدا کيدونکو الوتونکو دښکار په لټه کې شول چې اوس ددغو الوتونکودنسل له منځه تلل  جدي شوي دي اوکه چيرې پاملرنه ورته ونه شي په راتلوونکې کې به زموږ  ښکلي طبيعي منظرې  نور ددغو الوتونکو ټاټوبې او ځاله نه وي .
خو دژوندانه دچاپيريال ساتنې اداره او نور اړونده دولتي بنسټونه دې کارته متوجه شوي اودهغه دوقايه کولو په لټه کې دي لکه ځنګه  چې په دې وروستيو وختو کې دکم پيداکيدونکو الوتونکو دښکاراو قاچاقو مـسئله  دوزيرانو شورا په غونډه کې وڅيړل  شوه .
دوزيرانو شورا دهغو ترخو تجربو په پام کې نيولوسره  چې په هيواد کې دالوتونکو  د ښکار او قاچاقو له پلوه شته دالوتونکو په پايښت کې خصوصي پانګونه  ځاى ونه بلله  دغه راز داقتصاد وزارت ته دنده وسپارل شوه چې دهغو انجوګانو چې دالوتونکو دژوندانه په برخه کې فعال دي دفعاليت مخه ونيسي او دفعاليت جواز يې فسخه کړي او له ټولو څخه مهمه داچې امنيتي بنسټونو ته يې دنده وسپارله چې دهيواد په بيلابيلو سيمو کې دې دالوتونکو دښکار مخه ونيسي .
دوزيرانو شورا له دغه تصميم  څخه داټکى  په ډاګه کيږي  چې ځينۍ هغه موسسې او انجوګانې يې دحيواناتو او الوتونکو دساتنې په لاره کې فعاليت کاوه، فعاليت او کړني يې شفافې نه وې ښايي دوحشي ژويو داستوګنې دځايونو په تثبيتولو او دمغرضو شبکو له قاچاق ړونوکو سره مرسته وکړي .
دوزيرانو شورا دغه تصميم کيداي شي په غير قانوني ډول دښکار او سوداګرۍ  دمخنيوي په لاره کې يو حرکت وي او دهغو مغرضو انسانانو لاسونه چې په دې سوداګرۍ کې ککړ دي لنډ کړي خو داټکى هير نه شي  چې دوحشي ژويو او دالوتونکو  دژوندانه دساتنې  حفاظتي  سازمانونوته اړتيا لري او دغه شان سازمانونو په زياترو هيوادونوکې فعال دي بايد حکومتي بنسټونه  په تيره بيا دژوندانه دچاپيريال ساتنې اداره دې ددغه شان سازمانونوپه جوړولو کې زيات اقدامات تر لاس لاندې ونيسي او دهغوى دشفاف کارڅارنه وکړي  اوس چې دغه انجوګانې دفعاليت حق نه لري بايد بديل يې پيدا شي چې څه ناڅه داسې سازمان اوبنسټ وجود ولري چې دکم پيداکيدونکو ژويو او الوتونکو دژوندانه څارنه وکړي او دهغو د نسل دله منځه تللو مخه ونيسي  بلکې په وقايوي پروګرامونو دې ددغو ژويو دنسل په پياوړتيا کې اقدام وکړي .
له ټولو څخه مهمه اوسني حالت دوحشي ژويو او دالوتونکو دساتني په مقصد ديوې ستراتيژۍ برابرولو  ته اړتيا جدي  کړې ده .
په داسې حال کې چې دغه شان ستراتيژي  يا شتون نه لري اويا په نيمګړتياو سره شتون لري دغه ستراتيژي بايد په داسې ډول  تدوين شي چې دهيواد هروګړى او اوسيدونکي ځان دخپل ژوندانه دچاپيريال ساتوونکي وبولي او دهغه په وړاندې دمسووليت احساس وکړي .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته