سیاست

د مالیې وزیر د جورجیا هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

_کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٨ مه
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون جورجیا هېواد ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر میخائیل جان لیدزه، سره وکتل.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او جورجیا هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړي کولو، د اقتصادي او سوداګرۍ همکاریو د کمېسیونونو پر جوړیدو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا، په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو، زیربنایي پروژو، د کابل د سولې پروسې کنفرانس پر تمه لرونکو پایلو، ستراتیژیکو همکاریو او یو شمېر نورو مسایلو هر اړخیزې خبرې وکړې.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته