ټولنه

د سيلاوونو دراوتلو له امله ٥ تنه ووژل شول او د استوګنې ٥٥ کورونه ويجاړشول

کابل باختر د ثور دمياشتې  ٢٠ :
د هرات ولايت په ځينو سيموکې تېره شپه د سيلاوونو د راوتلو له امله ٥ تنه ووژل شول او ١١ تنه نور ټپيان شول.
د هېواد په لويديځ کې له طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس عبدالحميد مبارز حميدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه سيلاوونه  د هرات ولايت د کرخ ولسوالۍ په مربوطاتوکې راوتلي دي  .
د ده د څرګندونوله مخې: د سيلاوونو قربانيان هغه کوچيان دي چې د سيندونو او خوړونو په غاړوکې يې خيمې درولې وې .
خبرځاى زياته کړه: په کرخ کې د سيلاوونو د راوتلو له امله يو تن بېدرکه شوى دى او په وژل  شويوکسانوکې څلور ښځې او يو ماشوم شامل دي.
په هرات کې له طبيعي پيښو سره د مبارزي د ادارې مسوولين وايي چې ښايي په کرخ کې د سيلاوونوله امله د سر د زيان شمېر لوړ شي .
د هرات په کرخ کې سيلاوونه په داسې حال کې راووتل چې پرون هم د بادغيس ولايت په مرکز قلعه نو ښارکې د سيلاوونو د راوتلو له امله يو تن ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول .
په دې پيښه کې د استوګنې ٥٥ کورونه په نسبي ډول ويجاړشوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته