امنیت

د بغلان ولايت په ده صلاح کې د تاوتريخوالي پاى ته رسول

کابل باختر د ثور ٢٢
د بغلان ولايت د ده صلاح ولسوالۍ د بېلابېلوکليو اوسيدونکو د يو اوونيزې   ګډوډۍ او نا امنۍ په لرې کيدو سره خپل عادي ژوند له سره پيل کړ.
د ده صلاح د اوسيدونکو نورمال ژوند چې يوه اوونۍ مخکې د غير مسوولو وسله والو قوماندانانو په لمسون سر ګډوډ شوى و؛ د اندراب درې د قومي مشرانو او سپين ږيرو په مداخلې سره حل او بيا له سره پيل شو.
د اندراب درې يومشر معلم  عبدالروف چې په ده صلاح ولسوالۍ کې د رامنځته شويو ستونزو د څيړنو په کميسيون کې شامل و؛ د دغه ټکى  د بيانولو په ترڅ کې وويل: د غير مسوولو وسله والو کسانو د لمسون له امله ديولړ رامنځته شويو نا امنيو په نتيجه کې د نږدې له يوې اوونۍ را پديخوا د دغې ولسوالۍ ټول  دوکانونه تړل شوي او زده کوونکي ښوونځيو ته  له تګ څخه منع کړاى شوي و .
ويل کيږي د اندراب د مشرانو ديرش کسيز کميسيون په ټاکلو او ده صلاح ولسوالۍ ته د هغوى په استولو سره له دواړو ښکيلو اړخونو سره وکتل اوخبرې يې ورسره وکړې او په پايله کې  ټولې دښمنې  ډلې  چې پخوا يې په لوړو اوجګو سيموکې يوبل ته سنګرونه نيولي و؛ له سنګرونو څخه راکوز شول او له جګړې او ورور وژنې څخه يې لاس اخستى دى .
د ده صلاح ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رييس رحم خدا د ده صلاح ولسوالۍ د اوسيدونکو د نا امنيو د ستونزو په حل کولوکې د دغه کميسيون له اقدام څخه   د خوښي د ښودلو په ترڅ کې تاييد کړه چې خلک بيا خپل عادي ژوند ته راستانه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته