کابل باختر دچنګاښ اته ويشتمه :
په هلمند کې دطالبانو په يوه مرکز دبې پيلوټه الوتکې له خوا مرګاني بريدونه وشول .
په دغو بريدونوکې دوسله والو طالبانو دډلې د څلورو تنو بهرنيو جګړه مارانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
په دغو هوايي بريدونوکې چې نن سهار ترسره شول لښکرګاه ښار ته څيرمه دطالبانو دغه مرکز دړې وړې شو .
په هلمند ولايت کې دکوماندو دځواکونو يوه وياند باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې د څلورو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دطالبانو مرکز له ټولو پوځي تجهيزاتو سره يې دړې وړې شو .
0 د یوې دقیقې څخه لږ