نړۍ

د فرانسې پخوانى جمهور رييس په محکه کې حاضر شو

ورلدنيوز /د کب ٢٨مه باختر
د فرانسې پخوانى جمهور رييس نيکولاس سارکوزي د ٢٠١٢ ميلادي کال د جمهوري رياست د انتخاباتو د غيرقانوني تمويلولو په تور محکمې ته حاضر شو.
هغه په دغو انتخاباتوکې بريالى نه شو.
ټيک دوه اوونۍ وروسته له هغه چې ٦٦ کلنى سرکوزي په اداري فساد او په يوه بله قضيه کې محکوم پېژندل شو د هغې محکمه پرون جوړه شوه .
که چېرې هغه مجرم وپېژندل شي په يوکال زندان او نغدي جريمه به محکوم شي .
هغه دغه تورنه ردکړل.
دهغه دغه محکمه ابتدايي ده اوهيله کېږي چې د اپريل تر ١٥ نيټې پورې دوام وکړي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته