سیاست

جمهوررئیس کرزي د کرکټ بورد له مشرتابه هیات سره وکتل

کابل – باختر د وږي د مياشتې ٢٢ مه
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي نن له غرمې وروسته د کرکټ بورد له مشرتابه هیات سره په ارګ کې وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ
په دې کتنه کې سلاکار وزیر او د کرکټ بورد لوی رئیس شهزاده مسعود د هېواد جمهوررئیس ته د "۵۰ اوریز نړیوال جام" سیالیو ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لارې موندنې او د دغه جام  په اړه چي له ځان سره یي را وړی و، معلومات ورکړل.
سلاکار وزیر او د کرکټ بورد لوی رئیس شهزاده مسعود وویل: هغه هېوادونه چې د ۵۰ اوریز نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کوي دغه جام  یې لوبډلې ته استول کیږي چې په خپل هېوادکې یې د څو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي.
شهزاده مسعود وویل: د افغانستان په تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې دغه جام دلته راوړل کیږي. ده څرګنده کړه، د افغانستان په شمول د نړۍ ۱۴ هېوادونو د دغه جام په سیالیوکې د ګډون چانس ترلاسه کړی دی چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې به د دغه جام سیالۍ د نوي زیلاند او استرالیا په هېوادونوکې پیل شي او افغانستان به د فبرورۍ د میاشتې په ۱۸ نېټه خپله لومړنۍ لوبه د بنګله دیش د کرکټ له ملي لوبډلې سره پیل کړي.
جمهوررئیس حامدکرزي ۵۰ اوریز نړیوال جام ته د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د لارې موندنې له امله خوښي څرګنده کړه، د کرکټ بورد مشرتابه هیات ته یې وویل، دا ستاسو د زیار نتیجه ده چې نن افغانستان د لومړي ځل لپاره ۵۰ اوریز نړیوال جام ته لاره پیدا کړه، هڅه وکړی چې د دغه جام ګټونکي هم شیء.
همدا راز د افغانستان د کرکټ بورد مشرتابه هیات په تېرو ۱۲ کلونوکې د ملي یووالي، سولې، هوساینې او په ملي او نړیواله کچه د افغانستان د پر مختیا لپاره د جمهوررئیس حامدکرزي نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وستایلې او د کرکټ له بهیرڅخه د مشفقانه ملاتړ، هڅونې او له ملي لوبغاړو سره یې د هغه د همیشنیو مرستو له امله مننه وکړه.
په دې کتنه کې سلاکار وزیر او د کرکټ بورد لوی رئیس شهزاده مسعود، جمهوررئیس حامدکرزي ته د هغه د غوره خدمتونو له امله د کرکټ بورد د ادارې د مننې او قدردانۍ لوحه ورکړله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته