امنیت

دملي امنیت سلاکار: د بیان ازادي خوندي او د وګړو ساتنه زموږ مسئولیت دی

کابل / دتلې ٢٣مه /باختر :
دملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وايي، چې افغان حکومت د قانون پر بنسټ ولاړ او ټولو هغو اصولو ته ژمن دی، چې ددغو قوانینو له خوا وضع شوي دي. هغه له سیاسي شنونکي نظر محمد مطمئن او یو شمېر نورو فعالینو سره په کتنه کې وویل، چې د بیان آزادي یوه له دغو اصولو څخه ده او هیڅوک هم له دليل پرته نه شي ترې محرومېدلای.
نظرمحمد مطمئن وايي، چې د خپلو نظرونو د څرګند او ویناو له امله یې ژوند په خطر کې دی او تېره جمعه مخامخ برید ورباندې شوی.
دملي امنیت سلاکار ددې پېښې په اړه د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې جدي به وڅېړل شي.
ده وویل، چې د وګړو د ژوند خوندیتوب د حکومت لومړیتوب او دنده ده او دا کار د هر هغه چا لپاره کېږي، چې په دې هېواد کې سوله ییز ژوند کوي.
په مجلس کې ناستو ګډونوالو هر یوه د خپلو ستونزو په بیانولوسره د ملي امنیت سلاکاره په دې اړه د همکارۍ غوښتنه وکړه. ډاکټر حمدالله محب دوی ټولو ته وویل، چې ستونزو ته به یې کتنه کېږي او په هر هغه کار کې به یې ملاټړ کوي، چې د هېواد د آرامۍ او پرمختګ لپاره وي.
ده سوله د افغانستان تر ټولو ستره اړتیا وبلله او غوښتنه یې وکړه، چې په دې برخه کې د هر افغان صادقانه هڅو او همکاریو ته اړتیا ده. ده وویل، چې د خلکو د آرامۍ او ښېګڼې لپاره اړینه ده هر یو په هر موقف کې، چې یو د مسئولیت احساس وکړو او د افغانانو پر سر د معاملو او جګړو مخه ونیسو.پاى- ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته