امنیت

په ارغنداب کې د ډار اچوونکو پر ضد عملياتو کې ٦٣يرغلګر ووژل شول

کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
په داسې حال کې چې د قندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله والو ډار اچوونکو پرضد عمليات دوام لري؛ پوځيانو په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان د اوښتو خبر ورکوي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې؛ دغو نښتو تېره شپه زور اخيستى دى او لا هم دوام لري.
د قندهار امنیه قوماندان جنرال تادين خان باختر آژانس ته وويل: په نويو نښتو کې ٧ ځانمرګي يرغلګر او ٥٦ وسله وال طالبان وژل شوي او ٢٩ نور یې ټپيان شوي دي.
هغه وويل چې دغو يرغلګرو غوښتل پر پوځيانو په بريد سره په ارغنداب ولسوالۍ کې د ډاراچوونکو ضد عملياتو مخه ونيسي، خو بريالي نه شول.
ويل کېږي پر يرغلګرو د بريد په وخت کې له ځمکي او هوا څخه بريدونه وشول.
په ياده نښته کې په وژل شويو کسانو کې د شپږو قوماندانان په ګډون د وسله والو طالبانو څه ناڅه ١٣ پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي.
د قندهار پوليسو مسوول وايي چې پوځيانو وکولاى شول د ارغنداب ستراتيژيک کلي لکه خانه ګرداب، شاتورى جازه، سرشوين، ميان شوين او پاى شوين د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړي.
جنرال تادين خان وويل چې ډېر ژر به د ارغنداب ولسوالۍ په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته