امنیت

اته شپيته تنه وسله وال طالبان د هېواد په بېلابېلو سيموکې ووژل شول

کابل باختر دوږي  ديرشمه :
د هېوادپه بېلابېلو سيموکې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزوعملياتو کې ٦٨ تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په تيرو ٢٤ساعتوکې د هېواد دفاعي او امنيتي ځواکونو د هېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  د ٤٢ تنو داعشيانو په ګډون ٦٨ تنه تروريست طالبان ووژل شول او د څلورو تنو  داعشيانو په ګډون ٢١ تنه نور ټپيان شول .
د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو په دغو ګډو عملياتو کې چې د توپچي او هوايي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار ، غزني ، پکتيا ، لوګر ، قندهار ، روزګان ، زابل ، غور ، فراه ، تخار ، کندز ، جوزجان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول؛ دننګرهار ولايت د اچين ، هسکې مينې او د کوټ د ولسواليو په مربوطاتو کې ٤٢ تنه داعشيان ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول .
د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ١٣ تنه تروريېست طالبان ووژل شول، ددښمن پنځه موټرونه او درې موټرسايکلونه ويجاړ او دهلمند ولايت د ګرشک او نادعلي دولسواليو په مربوطاتوکې پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .
دغه راز د غزني ولايت د ګيرو او ده يک د ولسواليو په مربوطاتو کې دملي اردو او ملي پوليسو د ځواکونو د ګډو چاڼيزو عملياتوپه بهير کې څلور تنه تروريست طالبان ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول او دغو رولايت د پسابند ولسوالۍ په مربوطاتوکې څلور تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول او د دښمن دوه موټرونه ويجاړ شول.
ديوبل خبر له مخې:
دهغو عملياتوپه بهير کې چې دهېواد په ځينو سيمو کې چې د کورنيو او بهرنيو تروريستانو او ډار اچوونکو پرخلاف ترسره شول؛ دملي اردو ١١ تنه منسوبين شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته