ټولنه

په بدخشان کې دواوري ښوئيدنې له امله څوارلس تنه ووژل شول

کابل باختر دمرغومي   شپږ ويشتمه

  په بدخشان ولايت کې  دواوري ښوئيدنې له امله څوارلس تنه ملکي وګړي ووژل شول .

 له فيض اباد څخه دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې  په هغې بيړني غونډو کې چې نن سهار دبدخشان دوالي ډاکتر  شاه ولي الله اديب   په مشرۍ جوړه شوه ددغه ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري داداري رييس ثناوالله امير وويل، نن سهار په څلوروبجو داشکاشم ولسوالۍ په زيچ  کلي کې واوره وښوئيده چې ددغه کلي خلکو ټول کورونه يې لاندې کړل .

  ده زياته کړه چې داقا خان له دفتر اوله فوکس دفتر څخه مرستندوي ټيمونه له مصيبت ځپلو کسانو سره دمرستې په مقصد دپيښې  ځاى ته رسيدلي دي او تراوسه پورې يې ددغه کلي  دريو تنو اوسيدونکي يې له واوري څخه ايستلي دي چې يو تن يې وژل شوى او دوه تنه نور يې ټپيان دي .

 ده زياته کړه: په دې کلي کې نهه اوياکورونه شته چې نږدي پنځه سوه تنه پکې ژوند کوي .

 د بدخشان ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري اداري  رييس زياته کړه، دغه راز دارغستان ولسوالۍ په کندي کلي کې دواوري  ښويدنې له امله  يوولس تنه تر واوري لاندې بند پاتې وو چې پنځه تنه يې وژل شوي او شپږ تنه نور يې دسيمې دخلکو د هڅو او هاند له امله ژغورل شوي دي .

 دده د څرګندونو له مخې،  په بريفتل  ولسوالۍ کې دواوري ښويدنې له امله پنځه تنه وژل شوي او درې تنه نور په باغ  بالين کلي  کې دواوري ښويدنې  له امله وژل شوي دي .

  دفوکس  ددفتر يو تن چارواکي ډاکتر رحيم راشد ويلي دي ددوى مرستندوي ټيمونه له يوې اندازې خوراکي توکو اوژمنيو جامو او داقا خان ددفتر له يو روغتيايي ټيم سره داشکاشم ولسوالۍ د زيچ کلي  ته استول شوي دي چې په واورو کې دبند پاتې کسانو په ژغورلو کې هلې ځلې  وکړي .

   دبدخشان والي ددغې غونډې په پاى کې  داشکاشم  او دکوزيفتل  ولسوالانو ته لارښوونه کړې ده چې ډير ژر دلارو په پرانستلو اقدام وکړي .

 په دې اړوند دبدخشان ولايت دفوايد عامې  آمر ويلى دى چې دفوايد عامې وزارت دلارو او سړکونو دپرانستلو په خاطر درې مليونه افغانۍ موږ ته راکړي دي چې همدا اوس دپيښې په سيموکې  کار دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته