خبرونهامنیت

هلمند کې طالبانوته د سرزیان آوښتی دی

کابل / د چنګاښ ۲۸ / باختر

هلمند کې په نویونښتوکې طالبانوته د سرزیان آوښتی دی.

دغه جګړې د ګرشک ، ناوې ولسوالیواو په لښکرګاه ښارکې د طالبانوپه سنګرونواو کاروانونو د هوايي او ځمکنیوقواووله بریدونووروسته نښتې دي.

د هېواد په جنوب کې د میوند قول اردو یوه جګپوړي مقام باخترآژآنس ته وویل چې په دغو جګړو کې ۴۶ طالبان ووژل شول او په لسګونوتنه نوريې ټپیان شول.

په وژل شویوکسانوکې څه نا څه ۷ پاکستاني قوماندانان او ۱۱ غړي يې شامل دي.

دغه جګپوړی پوځي مقام وايي چې په دغو جګړو کې د طالبانو۵ مرکزونه له جنګي وسایلوسره له منځه یوړل شول.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یوبل خبرله مخې، پوځيانوپه هلمند کې د ۲۳ ماینونوپه کشفولواو شنډولوسره د یولړچاودنومخه ونیوله.

د دغو ماین ښخوونوپه اړوند څوک نه دى نیول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته