
کابل، د زمري١٣ مه، باختر
امنيتي ځواکونو دوه تنه د بدخشان په لرغونو سیمو کې د غيرقانوني کيندنو په تور نیولي دي.
د بد خشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي باختراژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو دغه کسان د زيباک ولسوالۍ په کزګان کلي کې د خليفه محمد حسين په لرغوني زيارت کې د غيرقانوني کيندنې په وخت کې ونيول.
هغه وويل له دغو کسانو څخه د تاريخي اثارو د موندنې وسايل هم ترلاسه شوي دي.
\ ذ