امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل –باختر د مرغومې دمياشتې ٢٧
شپږ تنه وسله وال طالبان تيره شپه په ميدان وردګو ولايت کې دنويو جګړو په بهير کې ووژل شول.
دغه جګړې په سيد آباد ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
په ميدان وردګو ولايت کې دپوليسو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دې جګړه کې د طالبانو د ډلې ديو سيمه ييز قوماندان په ګډون شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل دجګړې په پاى کې پوځيانو ديرغلګرو څو جنګي وسايل هم ترلاسه کړي دي.
طالبانو تراوسه پورې په دې باب نظر نه دى څرګند کړى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته