امنیت

په ننګرهارکې د وسله والو طالبانو د ډلې د يو قوماندان نيول کيدل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٢
د وسله والو طالبانو د ډلې يو سرګروپ له څلورتنو افرادو سره يې نن د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې ونيول شو.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى د باختر آژانس خبريال ته وويل: د وسله والو طالبانو د ډلې يو سرګروپ له څلورو تنو افرادو سره يې د ننګرهار ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
ويل کيږي په دغې ولسوالۍ کې عمليات دوام لري او امنيتي ځواکونه همدا اوس د پرمختګ په حال کې دي او طالبان نور له امنيتي ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته