سیاست

دقوانينو دکميټې غونډه دجمهور رييس دمرستيال په مشرۍ جوړه شوه

کابل باختر د لړم  نهمه :
دکابينې دقوانينو دکميټې غونډه نن له غرمې وروسته دجمهور رييس ددويم مرستيال او ددغې کميټې درييس قانونپوه سروردانش په مشرۍ  جوړه شوه او  په اجندا کې دنيول شويو موضوګانو په باب لازم تصميمونه ونيول شول .
دجمهور ي رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې له اجندا سره سم دجزا دکود دطرحې په باب غور او خبرې وشوې .
قانونپوه سروردانش  دجزا دکود طرحه  دتقنيني  پروګرامونو په بهير کې يوه مهمه او پراخه قانوني پروژه وبلله او زياته يې کړه چې دجزا کود ديو قانوني او منسجم کود په توګه په يوه  سند کې برابر شوى دى چې دافغانستان دجزايي قوانينو ګډوډي له منځه وړي .
دجمهور رييس مرستيال دجزا کود يو قوي او قانوني مدرن سندوباله چې دزمانې له غوښتنو او دجزا په حقوقو کې له نويو نظريو او مسئلو سره سم تدوين شوى دى .
قانونپوه سروردانش زياته کړه چې دبشري ضد جرمونو، نسل  وژنې او دسايبري جرمونوپه ګډون جرمونه چې دافغانستان په تيرو جزايي قوانينو کې په دقيق ډول نه و طرحه شوې دجزا په کود کې په دقيق ډول او له اساسي قانون او له نړيوالو سندونوسره سم طرحه شوي دي .
دجمهور رييس مرستيال دغه راز اشاره وکړه چې دافغانستان په تيرو جزايي قوانينو کې دجرم او جزا دتناسب قاعده په سمه توګه نه و رعايت  شوي  خو دجزا په کود کې دغه قاعده په ښه توګه په پام کې نيول شوې ده .
دغه راز دجمهور رييس مرستيال قانونپوه سروردانش دعدليې وزارت په تيره بيا دهغې کميټې دمسوولينو دهڅو له امله چې دجزا د کود دتدوين مسووليت يې درلود هم  مننه او قدرداني وکړه .
وروسته دغونډې دغړو له  خوا دجزا دکود دطرحې په باب غور او څيړنه وشوه او دکميټې غړو دقانون ددغې طرحې دجوړښت محتوا او جزئياتو په باب خپلې نظريې او وړانديزونه طرحه کړل .
له هغو  مفصلو خبرو وروسته چې وشوې پريکړه وشوه چې دکميټې د غړو اصلاحي نظريې او وړانديزونه دې په طرحه کې شامل شي  او دغه مسوده دې يوځل بيا دقوانينو دکميټې له خوا وڅيړل شي .
په دې غونډه کې دغه راز داداري فساد پرخلاف دمبارزې دقانون ددولسمې  مادې دتعديل دطرحې په باب  هم خبرې وشوې.
داداري فساد پرخلاف دمبارزې دقانون دغه ماده دجګپوړو دولتي او اداري مقاماتو دشتمنيو دثبت بهير څاري هغه طرحه  چې ددغې مادې دتعديل  په موخه دماليې وزارت له خوا کميټې ته وړاندې شوه دتاييد وړ وګرځيده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته